د ملګرو ملتونو ۷۶مه عمومي اسمبلي د سپتمبر په ۱۲مه نېټه پای ته ورسېده. د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ مشر عبدالله شاهد د يادې اسمبلۍ د پای وينا وکړه او د هنګري ډيپلومات کروسي کسابا د ملګرو ملتونو د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ د رئيس په توګه لوړه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلۍ د پای په مراسمو کې وويل، چې څواړخيزتوب د بشر يوازينۍ هيله ده، خو د راتلونکې عمومي اسمبلۍ په درشل کې به له بې سارو ستونزو سره مخ وي.
نوموړي له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې شته ستونزې د ډيپلوماسۍ، مذاکراتو او مشورو له لارې حل کړي.
د مالوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي اسمبلي به د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پرانيستل شي.