يانګ جيې چه د روسيې له لوی سفير سره وکتل
CMG2022/09/13 11:07:00
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو د کاري کمېټې مشر يانګ جيې چه د سپتمبر په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې له لوی سفير انډرې دنيسوف سره کتلي دي.

ټاکل شوې، چې په چين کې د روسيې د لوی سفير انډرې دنيسوف دنده ژر پای ته ورسیږي.

يانګ جيې چه د دنيسوف د چارو ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې نوموړي د چين او روسيې د اړيکو د سم او ثابت پرمختګ لپاره مثبت خدمتونه کړې دي.

نوموړي زياته کړې، چې د چين او روسيې اړيکې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ولاديمير پوتين د لارښوونو تر چتر لاندې پر سمې لوري روانې دي، دواړو خواوو د مرکزي ګټو او د علاقې وړ مسئلو په اړه تل يو له بل څخه ملاتړ او د نړيوال په څواړخيز ډګر کې يې يو له بل سره همکارۍ کړې دي.

يانګ جيې چه ويلي، چې چين غواړي، له روسيې سره يو ځای خپلمنځي ستراتيژيکې همکارۍ په لوړې کچې پلې او د دواړو خواوو د ګډو ګټو ساتنه وکړي او د نړيوال نظم د عادلانه او معقول پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

(مينه)