د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د چين او جاپان د ډيپلوماتيکو اړيکو د عادي کېدو د پنځوسمې کاليزې په اړه د سيمينار پرانيستونکو مراسمو ته ويډيويي وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې ويډيويي وينا کې د چين او جاپان د نوې زمانې د اړيکو د ټينګښت په اړه پنځه نظريات وړاندې کړي دي.
۱ـ چين او جاپان دې خپلې ژمنې پوره او خپلمنځي ۴ سياسي سندونه دې مراعات کړي او ژمنو ته دې د عمل جامه واچوي.
۲. چين او جاپان دې عمومي وضعیت ته په کتو، د پرمختګ سمه لار ومومي.
۳. دواړه هېوادونه دې همکارۍ ژورې او د متقابلو ګټو پر بنسټ ګډې ګټې تر لاسه کړي.
۴. چين او جاپان دې د خلکو لارښوونې پیاوړې او مثبت او دوستانه متقابل تفاهم دې رامنځته کړي.
۵. چين او جاپان دې عمومي رجحان تعقیب کړي او ریښتینی څو اړخیزم دې پلی کړو.