د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د سپتمبر په ۱۲مه نېټه د اطريش په پلازمينې ويانا کې غونډه تر سره کړې او پرېکړه يې کړې، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا د اټومي اوبتل د همکاريو په تړاو بحث وکړي.
دا د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ څلور ځل دی، چې د يادو هېوادونو د اټومي اوبتلونو د همکاريو په اړه د بحث پرېکړه کوي.
په ويانا کې د چين استازي وانګ چون ويلي، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د چين په وړانديز پرېکړه کړې، چې د امريکا، بريتانيا او استراليا تر منځ د اټومي اوبتلونو د همکاريو په تړاو د اړوندو موادو د پلور، نظارت او څار ځانګړې مباحثوي ناسته تر سره کړي.
نوموړي زياته کړې، چې ځينو هېوادونو غوښتل، د اټومي انرژۍ پر نړيوالې ايجنسۍ فشار راوړي، څو له يادې چارې لاس په سر شي، خو د دوی غوښتنې شنډې پرېښودل شوي او د ويانا روحيه بريالۍ شوې ده.
د امريکا، بريتانيا او استراليا د اټومي اوبتل همکاريو د نړيوالې ټولنې اندېښنې راپورته کړې دي.
(مينه)