د امريکا په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي پېښې مخ په زياتېدو دي
CMG2022/09/13 10:54:48
شريکول:

د امريکا په الینوس، کینټکي، انډیانا، پنسلوانیا او نیویارک ایالتونو کې تېره اوونۍ د ډزو ډېرې پېښې شوې دي.

 تازه راپور ښيي، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د امريکا په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي د پېښو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله لوړ شوی دی.

د امريکا د لویو ښارونو د پولیسو مشرانو ټولنې په وروستیو کې  يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د دغه هېواد په لویو ښارونو کې لږ تر لږه ۲۳۷ زره پېښې شوي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴،۴ سلنه زیاتوالی ښيي او برسېره پردې، د روان کال په درشل کې د دغه هېواد په لویو ښارونو کې له ۴۵۱۱ څخه ډېرې د ډزو او وژنو پېښې شوي، حال دا چې د ۲۰۱۹م کال په همدې مودې کې په دغه هېواد ياد شمېر یوازې ۳۰۰۴ و.