روسيه: تر اوسه یې له زاپورژيا اټومي‌ برېښناکوټ څخه د ځواکونو د وتلو په اړه خبرې نه دي کړي
CMG2022/09/13 10:21:40
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرېټر پيسکوف د سپتمبر په ۱۲مه نېټه ويلي، چې ولسمشر ولاديمير پوتین شپه او ورځ د ملي دفاع له وزير او ټولو پوځي قوماندانانو سره په اړيکه دی او د نظر تبادلې ورسره کوي.

نوموړي ويلي، چې د روسيې پوځ د ځانګړو عملياتو ټولې کړنې او تنظيمي چارې لوړو قوماندانانو ته ښکاره دي او تر اوسه یې له زاپورژيا اټومي‌ برېښناکوټ څخه د پوځ د وتلو په اړه بحث نه دی کړی.

پيسکوف ويلي، چې اوس بايد پر اوکراين فشار راوړل شي، چې د زاپورژيا  پر اټومي برېښناکوټ بريد پای ته ورسوي او يو ځل بیا يې پر هغو هېوادونو، چې پر کیف اغېز لري، غږ کړی، چې د اوکراين د ياد بريد مخه ونيسي.

د اوکراين د وسله والو ځواکونو د لوی درستيز رياست د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ځواکونو یې پر خارکیف او دونيڅک سيمې ځوابي بريدونو ته دوام ورکړی او تر ۱۱مې نېټې پورې يې له روسي ځواکونو څخه څه باندې ۲۰ استوګنځي بيا نيولي دي.