د چین د دولت رئیس شي جين پینګ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د قزاقستان د ولسمشر قاسیم جومارت توکایف په بلنه دغه هېواد ته تر سفر مخکې په ((قزاقستانسکیا پرودا)) ورځپاڼې کې (( د چین او قزاقستان د راتلونکو اړیکو هڅول)) په عنوان مقاله خپره کړې ده.
شي جين پينګ په همدې ورځ د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایویف په بلنه دغه هېواد ته تر سفر او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو شورا په ۲۲مې غونډې کې تر ګډون مخکې د ازبکستان د دولتي اژانس په شمول ځينو رسنیو کې ((د چین او ازبکستان د اړیکو د ښه راتلونکي جوړول)) په عنوان مقاله خپره کړې ده.
(هیله)