د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقايف د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته (طلايي باز) نښان ورکړی
CMG2022/09/14 22:04:32
شريکول:

د د چين د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د دغه هېواد په ولسمشرۍ ماڼې کې د دغه هېواد له ولسمشر قاسم جومارت توقایف څخه (طلايي باز) نښان ترلاسه کړ.

قاسم جومارت توقايف د نښان ورکولو مراسمو ته په وينا کې قزاقستان ته د شي جين پينګ سفر وياړ بللی او ويلي يې دي، چې شي جين پينګ يو رښتینی لوی مشر دی او چينايان يې صميمي ملاتړ کوي. چين د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې لوی پرمختګونه کړي، شديده بېوزلي يې له منځه وړلې، نسبتاً شتمنه ټولنه يې جوړه کړې او د چيني ملت د لویې بيا احيا نوی پړاو ته ننوتلی دی. نوموړي باور ښودلی، چې چین به د شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې د عصري سوسياليستي هېواد د ابادولو لویې موخې ته رسېږي.

توقايف د قزاقستان او چين ترمنځ د اړيکو په پراخولو کې د شي جين پينګ خدمتونه وستايل او ويې ویل، چې قزقاستان ته د شي جين پينګ دا سفر به د دواړو هېوادونو د اړيکو په تاريخ کې په زرينو کرښو ولیکل شي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې هېواد به يې له چين سره د دواړو هېوادونو د ګډې سمسورتيا او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

شي جين پينګ وویل، چې (طلايي باز) نښان له چين سره اړيکو ته د قزاقستان د ډېرې پاملرنې او له چينايانو سره د قزاقستانيانو د ژورې دوستۍ ښکارندويي کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د جوړېدو له دېرشو کلونو راهیسې تل په لوړه سويه پرمختګ کړی او خپلمنځي سياسي اعتماد او همکارۍ پياوړې شوې او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ لپاره يې ګډې همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري. دواړو هېوادونو په نړيوالو چارو کې همغږۍ ساتلې، چې د دواړو هېوادونو پرمختګ ته يې قوی ځواک ورکړی او د سيمې سولې او ثبات ته يې قوی خوځنده ځواک ور کړی دی.

طلايي باز نښان د قزاقستان تر ټولو عالي ملي نښان دی او هغو کسانو ته چې د دغه هېواد د ابادۍ او د بهرنيو اړيکو د پراخولو په برخو کې لوی خدمتونه ترسره کړي، ورکول کېږي.