قزاقستان ته د شي جين پینګ له سفر څخه د چين او قراقستان ترمنځ د اړيکو لوړه سويه او ځانګړتيا ښکاري
CMG2022/09/14 22:04:06
شريکول:

د سپتمبر په څوارلسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمېنه نورسلطان کې د دې هېواد له ولسمشر قاسم جومارت توقایف سره خبرې وکړې.

رئيس شي جين پينګ ويلي، خوشحاله يم چې ولسمشر توقایف سره بيا ګورم او د بېجينګ د اولمپيک تر ژمنيو لوبو وروسته مې له ښکلي قزاقستان څخه ليدنه پيل کړه. دغه سفر د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته له بهرنيو هېوادونو څخه زما لومړۍ ليدنه ده او له دې سفر څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لوړه سويه، ځانګړتیاوې او زمونږ ترمنځ ټينګه دوستي ښکاري.

نوموړي وويل، قراقستان په منځنۍ اسيا همدارنګه اروپايي او سيايي سيمو کې مهم اغيزلرونکی هېواد ګڼل کیږي. پر دې ټينګار کوم چې د چين حکومت له قزاقستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري. دا مهمه نه ده چې نړیوال وضعيت څنګه بدل شي، چين به تل د قزاقستان خپلواکۍ، ملي حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا له ساتلو څخه ملاتړ وکړي، دغه راز د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره د ولسمشر توقايف له خوا د نيول شويو تدبيرونو څخه ټينګ ملاتړ او له هغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي، چې د قزاقستان په کورنيو  چارو کې لاسوهنه کوي. چین به تل د قزاقستان د باور وړ دوست او همکار وي.