چين د امریکا د ملي امنيت ادارې د انټرنېټي بريدونو پلټنیز راپور خپور کړ
CMG2022/09/14 09:49:57
شريکول:

د چين د کمپيوټري ويروس ضد د بېړني غبرګون مرکز د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د امريکا د ملي امنيت ادارې (اېن اېس ای) د سکشنچار په نوم د انټرنېټي وسلې د پلټنې راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، چې د امريکا د ملي امنيت ادارې د ځانګړو عملياتو دفتر د چين د شمال ـ لوېديځ صنعتي پوهنتون انټرنېټي سرور ته په پټه سکشنچار نصب کړی او پر مټ يې ګڼ شمېر حساس مالومات ترې غلا کړي دي.
سکشنچار د امريکا د ملي امنیت ادارې انټرنيټي وسله ده، چې په سایبري بريدونو کې ترې کار اخلي.
راپور همدارنګه وايي، چې پلټونکو يې له ياد پوهنتون پرته د څو نورو ارګانونو پر انټرنېټي پاڼو هم د سکشنچار د بريدونو نښې پيدا کړي او ويلي يې دي، چې د امریکا ياد دفتر ښايي د دغې انټرنېټي وسلې په کارولو پر چين پراخ انټرنېټي بريدونه ترسره کړي وي.