په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي مرستیال استازي دای بین د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د امنیت شورا د سوډان د وضعیت د څار غونډې کې وويل، چې ياده شورا دې د سوډان پر دارفور سیمې بنديزونه تعديل کړي.
نوموړي وویل، چې پر دارفور سیمې د امنیت شورا د بندیزونو له امله، د هېواد د ثبات او د ملکي وګړيو د خوندیتوب په پار د سوډان حکومت توان ډېر کمزوری شوی او امنیت شورا باید د وضعیت د بدلون له مخې پر يادې سيمې بنديزونه تعديل او ګام په ګام دې يې لغوه کړي.
(هیله)