چین: د بېلا بېلو هېوادونو د بشري حقونو د پرمختګ لارې ته دې درناوی وشي
CMG2022/09/14 11:24:44
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۱مې غونډې د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د بشري حقونو چارو د عالي کميشنر د راپور په اړه یوه مباحثوي ناسته ترسره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر او په سویس او نورو نړیوالو سازمانونو کې د چین دایمي استازي چن شو په يادې مباحثوي ناستې کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو په استازیتوب ګډه وینا کړې او په خپلو خبرو کې يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو له عالي کميشنر غوښتي، چې د اقتصاد، ټولنې او کلتور په برخو کې د انسانانو د حقونو او د پرمختګ او روغتیا حقونو ته پاملرنې او پانګونې زیاتې کړي او د بېلا بېلو هېوادونو د هغه حق درناوی دې وکړي، چې د خپل حالت له مخې يې د بشري حقونو د پرمختګ لار انتخاب کړې ده.

 نوموړي هیله ښودلې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنري د اړوندو هېوادونو په اجازې تخنیکي مرستې برابرې کړي، په تېره بیا د بشري حقونو د پرمختګ توان د لوړتیا په برخه کې دې له پرمختیايي هېوادونو سره اغېزناکې مرستې وکړي.

چن شو زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا باید د بېلا بېلو خواوو د رغنده خبرو او همکاريو ډګر وګرځي، بېلا بېلې خواوې باید بشري حقونو ته د سیاسي رنګ له ورکولو او دوه ګوني معیارونو له غوره کولو څخه ډډه وکړي.

 (هیله)