د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپټمبر په ۱۳مه نېټه په يوې عادي خبري ناستې کې د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه کې د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون او قزاقستان او ازبکستان څخه د نوموړي د ليدنې په اړه معلومات ورکړل.
ماو نينګ وويل، چې د شي جين پينګ ياد سفر د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د رارسېدو په درشل کې تر ټولو مهم ډيپلوماتيک فعاليت دی او دا د شانګهای همکارۍ سازمان، قزاقستان او ازبکستان سره د چین د اړیکو د ستر اهمیت ښکارندويي کوي.
نوموړې وويل، چې رئيس شي جين پينګ به د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکې سرمشريزې کې د نورو ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره د دې سازمان په چوکاټ کې د هر اړخيزې همکارۍ او مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د ژورو نظريو تبادلې وکړي او د همکاريو نوې اجماع به جوړه کړي.
ماو نينګ زياته کړه، چې رئيس شي جين پينګ به د دغه سفر په ترڅ کې د قزاقستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره د خپلمنځي اړيکو، په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په اړه هم سلا مشورې وکړي.
(ژباړه: شکريه)