د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي اسمبلي پرانېستل شوه
CMG2022/09/14 14:56:33
شريکول:

د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي اسمبليٍ د سپټمبر په ۱۳مه نېټه په نیویارک کې پرانېستل شوه او دا د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د م.م لومړۍ حضوري غونډه ده.

 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په خپلې پرانیستونکې وینا کې ويلي، چې نړۍ له ګواښ او خطر سره مخ ده او د سولې، بشري حقونو او دوامدار پرمختګ د پرمخبيولو پر وړاندې ډول ډول ستونزې موجودې دي.

نوموړي ويلي، چې د ګواښونو، ننګونو ، شخړو، اقلیمي بدلون، بېوزلۍ، نابرابرۍ، لوږې، ویش او بې باورۍ پر وړاندې مبارزه زموږ يووالي ته اړتیا لري.

د ۷۷مې عمومي اسمبلۍ رئيس کوروسي کاسبا په خپلې وینا کې ويلي، چې مونږ باید د ټولشموله او اغېزمن څو اړخیزم د بیا پلي کولو لپاره په ګډه کار وکړو او د بشر پر وړاندې پرتو سختو ننګونو ته باید ځواب ووایو.

نوموړي ويلي، چې د نړيوالې ټولنې لویه دنده دا ده، چې د اختلافاتو او ننګونو پر وړاندې يو ځای شي او پر ستونزو د تېرېدو لپاره پلونه جوړ کړي.

 

(ژباړه: شکريه)