بېجینګ: امریکا باید سمدلاسه سایبري بریدونه پای ته ورسوي
CMG2022/09/14 11:09:51
شريکول:

د چين د کمپيوټري ويروس ضد بېړني غبرګون مرکز د سپتمبر په ۱۳مه نېټه د دغه هېواد پر شمال ـ لوېديځ پوليتکنیک پوهنتون د امریکې د ملي امنیت ادارې د سایبري بریدونو په اړه تخنیکي پلټنيز راپور خپور کړی دی. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په همدې ورځ په یوې خبري ناستې کې وویل، چې په یاد راپور کې د امریکې د سایبري بریدونو په تړاو مفصل مالومات او شواهد وړاندې شوي دي.

مېرمن ماو نینګ وویل، چې بېجینګ له واشنګټن څخه څو ځلې غوښتي، چې د سایبري بریدونو په اړه توضيحات ورکړي او سمدلاسه دې ناقانونه کړنې پای ته ورسوي، خو د نوموړې په وينا، واشنګټن تر اوسه د بېجينګ غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د امریکې سایبري بریدونو د چین د ادارو پر تخنیکي رمزونو سخت تیری کړی او د چین د کليدي بنسټيزو تاسیساتو، د ارګانونو او شخصیتونو مالوماتو ته يې ګواښ جوړ کړی دی.

چين پر امريکې غږ کړی، چې سمدلاسه سایبري بريدونه او بدې کړنې پای ته ورسوي او مسئولانه تشریحات دې ورکړي.

 (هیله)