د ايران د اټومي انرژۍ د ادارې وياند بهروز کمالوندي د سپټمبر په ١٣مه نېټه ويلي، چې هېواد يې په ۳ نااعلان شويو ځايونو کې د يورانيمو د پلټنو په اړه د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ته مالومات ورکړي، د دوی پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي او د ابهام د حل لپاره يې ورسره خبرې اترې کړې دي.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې ايجنسۍ عمومي مشر رافايل ګروسي د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه ويلي، چې ايران تر اوسه په ۳ نااعلان شويو ځايونو کې د يورانيمو د موندلو په اړه " له تخنيکي پلوه د اعتبار وړ وضاحت " نه دی ورکړی.
د ايران د اټومي انرژۍ ادارې وياند بهروز کمالوندي د روانې میاشتې په ۱۳مې نېټې د ګروسي د خبرو په ځواب کې ويلي، چې اټومي ککړتيا يوازې په څو ځايونو کې ليدل شوې او دا د نااعلان شويو اټومي موادو د شتون نښې نه شي ګڼل کېداى.
کمالوندي زیاته کړې، چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د يادې ارزونې شواهد او مالومات د اسرائيل لخوا چمتو شوي، چې د "ځانګړو سیاسي موخو" لپاره ترې کار اخلي.
(ژباړه: شکريه)