شي جين پينګ په رسمي سفر قزاقستان ته ورسید
CMG2022/09/14 18:37:22
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴ مې نېټې په سهار په ځانګړې الوتکه کې له بېجينګ څخه حرکت وکړ. نوموړی به سمرقند ښار ته ولاړ شي او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ۲۲ مه غونډه کې ګډون وکړي او د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف، د ازبکستان د ولسمشر شوکت ميرضيايوف په بلنې به له دواړو هېوادونو څخه رسمي لېدنه وکړي.

له شي جين پينګ سره په مل پلاوي کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی،  د يادې  کمېټې د سکرټريت منشي او د دفتر رئيس دينګ شوه  شيانګ، د يادې کمېټې د بهرنيو چارو کمېټې د دفتر رئيس يانګ جه چي، د چين د دولتي شورا غړی او  بهرنیو چارو وزير وانګ يي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيال او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې رئيس هه لي فنګ شامل دي.

 شي جين پينګ د همدې ورځې په ماسپښين د قزاقستان پلازمينې نورسلطان ته ورسېد او د دغه هېواد ولسمشر  قاسم جومارت توقايف د شي جين پينګ د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته تللی دی.