د امريکا، برېټانيا او استراليا توطيه يو ځل بيا ناکامه شوه
CMG2022/09/14 14:53:06
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس د شورا غونډې د سپتمبر په دولسمه نېټه د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل د همکارۍ په اړه څلورمه مشورتي ناسته تر سره کړې او هوکړې ته رسېدلي، چې د دغې همکارۍ اړوندې چارې به د ځانګړې او رسمي مسئلې په توګه خبرو اترو ته وړاندې شي. دغه پرېکړه په دې مانا ده، چې د نوموړو دريو هېوادونو ترمنځ د اټومي اوبتل همکاري د دغو دريو هېوادونو شخصي چارې نه دي او بايد د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس د غړو تر ګډې ادارې لاندې وي. دغه راز دا څلورم ځل دی، چې د امريکا، برېټانيا او استراليا هغه توطيه ناکامه شوې، چې غواړي د اټومي اوبتل خپلمنځيهمکارۍ ته مناسبه او قانوني بڼه ورکړي.

امريکا، برېټانيا او استراليا د تېر کال د سپتمبر په پنځلسمه نېټه د امنيت د درې اړخيزو ملګرو د اړيکو يانې اوکوس (AUKUS) بهير د ټينګښت اعلان کړی او د دغو اړيکو مرکزي پلان يې ټاکلی، چې امريکا او برېټانيا به د اټومي اوبتل د جوړولو په برخه کې له استراليا سره مرستې وکړي. د اټومي وسلو د موادو انتقال په دغه پلان کې شامل دی او اصلي بڼه يې د اټومي وسلو د خپراوي کړنه ده، چې دا به د نظامي تجهيزاتو نړيوالې سيالۍ لا سختې کړي، سيمه ييزې سولې او ثبات ته به زيانونه ورسوي او د اټومي وسلو د ناخپراوي پر نړيوال سيستم به منفي اغېزه وکړي.

امريکا، برېټانيا او استراليا د اټومي وسلو د ناخپراوي تړون لاسليک کوونکي هېوادونه دي او د اټومي وسلو د ناخپراوي مسئوليت دې پر غاړه واخلي، خو دغو دريو هېوادونو د اټومي اوبتل د همکارۍ په اړه د اټومي انرژۍ نړيوالې اينجنسۍ د شورا هوکړې ته سترګې پټې کړې او هڅه يې وکړه، چې د اټومي اوبتل د همکارۍ د خونديتابه او څارنې د ترتيباتو په اړه د نوموړي اژانس له دارالانشا سره خبرې اترې وکړي، څو د اټومي وسلو د پراخوالي پر کړنې پرده واچوي.

هر څومره چې دغه درې هېوادونه چلونه لوبوي، هغه حقيقت يې نه شي بدلولی، چې د دوی ترمنځ د اټومي اوبتل همکاري د اټومي وسلو د خپرېدو سخت ګواښ بلل کېږي او د اټومي وسلو د ناخپراوي تړون له موخې او اصولو څخه سرغړونه ده.

د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس د شورا په غونډه کې د امريکا، برېټانيا او استراليا ناکامي ښکاري، چې ټولو د اوکوس اصلي بڼه او د امريکا او برېټانيا د دوه ګوني برخورد او معيارونو کړنې ليدلې، چې له يوې خوا د کوريا او ايران اټومي مسئلو ته خپله پاملرنه څرګندوي او له بلې خوا له استراليا سره د اټومي اوبتل همکارۍ ته اجازه ورکوي.

اوکوس د تېر کال په سپتمبر کې جوړ شوی، د همدې کال په نومبر کې (( د سمندري ځواکونو د اټومي خوځنده قوت په اړه د معلوماتو د تبادلې تړون )) د لاسليک له لارې يې استراليا ته له امريکا او برېټانيا څخه د اټومي اوبتل د رمزي معلوماتو اجازه ورکړې، استراليا د روان کال په مارچ کې اعلان کړی، چې د راتلونکي اټومي اوبتل د پارک کولو لپاره يوه اډه جوړ کړي او د امريکايي او برېټانوي اټومي اوبتلونو د نوبتي ليدنو ملاتړ به وکړي. يادې کړنې د سيمې هېوادونو د اندېښنې سبب ګرځېدلې دي.

امريکا، برېټانيا او استراليا تر اوسه پورې د نړيوالې ټولنې پاملرنې او دريځ ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی او لا هم د خپلمنځي همکارۍ د جزيياتو د پټولو په هڅه کې دي او غواړي د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس پر څارنې خنډونه جوړ کړي. د اندونيزيا د ستراتيژۍ او نړيوالو څېړنو مرکز څېړونکي يوسف وانانډي ويلي، چې د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل همکاري سيمې ته د اټومي وسلو د خپرېدو سخت خطر رسولی دی او د اندونيزيا بېلابېلې خواوې  په غوسه دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتريش خبرداری ورکړ، چې د اټومي وسلو د استعمال اوسنی خطر له سړې جګړې راهيسې تر ټولو زيات او لا سخت شوی دی. د امريکا، برېټانيا او استراليا ترمنځ د اټومي اوبتل همکاري د دغو دريو هېوادونو شخصي کار نه دی. دغه درې هېوادونه بايد د اټومي وسلو د ناخپرېدو د مسئوليت د پلي کولو په اړه نړيوالو ته ځواب ورکړي.