د چین دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۱۴ مې نېټې په ماسپښين په ځانګړې الوتکه کې د قزاقستان د پلازمېنې نورسلطان نظربایف نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې رسمي لېدنه پيل کړه.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف د شي جين پينګ د هرکلي لپاره ياد هوايي ډګر ته تللی او د هغه د هرکلي مراسم به ترسره کړي.
قزاقستان د شي جين پينګ د روان سفر لومړی هدف دی.