بېجینګ: د ترهګرۍ ځپلو حقونه باید ښه وساتل شي
CMG2022/09/14 11:21:44
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې څو ورځې مخکې په ګردې نړۍ کې د ترهګرۍ ځپلو وګړیوغونډه ترسره کړې ده. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د سپتمبر په ۱۳مې نېټې په یوې خبري ناستې کې وویل، چې هېواد يې د ترهګرۍ ځپلو وګړیو حقونو ته ډېره پاملرنه کوي او یادې غونډې ته يې د لوړپوړو استازو پلاوی هم لیږلی و.

د نوموړې په وينا، د چین استازي يادې غونډې ته وړانديزونه کړي، چې نړيواله ټولنه دې د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي، د ترهګرۍ د رامنځته کېدو جرړې دې اوباسي، د ترهګرۍ سرچینه دې پاکه او د ترهګرۍ ځپلو وګړیو سره دې د زړه له کومې مرستې وکړي.

د چين استازي له بېلا بېلو خواوو غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد د دولت رئیس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی د ګردې نړۍ امنیت له وړاندیز څخه دې ملاتړ وکړي، د امینت په اړه دې ګډې، عمومي، همکاریزې او دوامدارې نظریې پلې کړي او د یوې دايمي سوله ييزې او خوندي نړۍ د جوړولو لپاره دې کوښښونه وکړي. بېلا بېلو خواوو ياد وړانديز منلی دی.

 (هیله)