په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۰۷۰۸۳۸۲۰ ته رسېدلی
CMG2022/09/15 10:11:49
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۴مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۴مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۴۹ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۴۵۰ زره او ۶۳۳ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۰۷ ميليونه، ۸۳ زره او ۸۲۰ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۳۱۵کسان مړه شوي او د مړينې عمومي کسانو شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۹۶ زره او ۷۲۱ ته رسېدلی دی.

(مينه)