اروپايي ټولنه د انرژيو د بيو د لوړېدو ضد بيړني تدبيرونه وړاندې کوي
CMG2022/09/15 11:25:12
شريکول:

 د اروپايي ټولنې کميټې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه غړو هېوادونو ته وړانديز کړی، چې په بازارونو کې د انرژيو د بيو د لوړېدو ضد بيړني تدبيرونه ونيسي.  دغې کميټې مخکې هم د اروپايي ټولنې غړو هېوداونو ته وړانديز کړی و، چې د طبيعي ګازو د لوړو بيو محدوديتونه وټاکي، خو په ټولنې کې دننه له سخت مخالفت سره مخ شو او په نوي وړانديز کې يې ورته ځای نه دی ورکړی.

د اروپايي ټولنې کميټې په نويو تدبيرونو کې راغلي، چې د دغې ټولنې غړي هېوادونه دې د برېښنايي استعمال د لوړې څپې په وخت کې لږ تر لږه د برېښنا د استعمال اندازه ۵ سلنه کمه او د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې دې د برېښنايي اړتياوو عمومي اندازه لږ تر لږه لس سلنه کمه کړي.

د اروپايي ټولنې کميټې ويلي، چې غړي هېوادونه دې پر ټيټه سربيه لرونکو برېښنايي تصديو د ګټو محدوديتونه ولګوي او په يو ساعت کې د هر ميګاواټ ګټه دې يې له ۱۸۰ يورو څخه کمه وي.

د اروپايي ټولنې کمېټې وړانديز کې راغلي، چې غړي هېوادونه دې د نفتو، طبيعي ګازو، سکرو او نفتي توکو له توليدوونکو تصديو څخه د ګټو ۳۳ سلنه ماليات واخلي. د يادې کميټې په قول، ياد وروستي دوه تدبيرونه به د اروپايي ټولنې لپاره نژدې ۱۴۰ ميليارډه يورو پيسې راغونډې کړي.