چین: یو کمربند او یوه لاره د پوره یووالي، ګډو ګټو او هیلو لایحه ده
CMG2022/09/15 11:10:34
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي استازي جانګ جون د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د دې سازمان د اقتصاد او ټولنې له ادارې سره د ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰م کال دوامدار پرمختګ له لایحې څخه د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز د ملاتړ راپور د خپرېدو ناسته کړې ده. 

دغه ناسته یې(( د ښکلي راتلونکي د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه)) په عنوان ترسره کړې ده.

جانګ جون په يادې ناستې کې ويلي، چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز تر ۲۰۳۰م کال پورې د دوامدار پرمختګ اجنډا د عملي کېدو لپاره د چین له ځیرکونو ډک لايحه ده. دا وړانديز او اجنډا د مفکورې، موخې او اقدامونو په برخو کې ډېر ورته والی لري او د دوامدار پرمختګ لپاره به پیاوړی ملاتړ او حیاتي ځواک برابر کړي. 

نوموړي په اشارې ويلي، چې د یو کمربند او یوې لارې وړانديز په ګردې نړۍ کې د همکاریزو اړیکو د جوړېدو، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړې کېدو او د ګردې نړۍ د دوامدار پرمختګ د پوره یووالي، ګډو ګټو او هیلو لار ده او د نړیوالو همکاريو لپاره یې پراخ او لویه پيمانه لرونکی ډګر برابر کړی دی.

(هیله)