د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۱مې غونډې ګډونوالو د سپتمبر په ۱۴مې نېټې د یو اړخیزو بندیزونو له ځانګړي راپورکوونکي سره د ډیالوګ ناسته ترسره کړې ده.
د چین استازي په دغې ناستې کې ویلي، چې یواړخیز تدبیرونه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، د امریکې په شمول ځيني لوېديځ هېوادونه پخپله خوښه پر نورو هېوادونو بندیزونه لګوي او د زیاتو زیانونو سبب ګرځېدلي دي.
د چين استازي ويلي، چې لوېديځ هېوادونه د ډیموکراسۍ په پلمه بنديزونه لګوي، خو په حقیقت کې دا چاره يې د نورو پر بشري حقونو څرګند تېری دی.
ځينو لوېديځوالو پر نورو هېوادونو پراخ بندیزونه لګولي او حتی پر همدې لارې يې د نورو هېوادونو قانوني حکومتونه ځپلي او راغورځولي دي او له بنديزونو يې د ځايي سیاسي نظام د ړنګولو لپاره سیاسي وسلې جوړې کړې دي.
نوموړي د لوېديځو هېوادونو يادې کړنې د ملګرو ملتونو منشور او د نړیوالو اړیکو له بنسټيزو اصولو سره په ټکر کې بللي او د سمولو غوښتنه يې ترې کړې ده.
(هیله)