د چين ستورمزلو د نړۍ ځوانانو ته بلنه ورکړې، چې په فضايي سټېشن کې ورسره ميلمانه شي
CMG2022/09/15 19:09:30
شريکول:

د چين ميډيا ګروپ او د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ موزیم په ګډه د فضايي خوب انځوريزه سيالي او د فضا په اړه د تنکيو ځوانانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو فعاليت تر سره کړی، چې د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو تنکيو ځوانانو پکې برخه اخیسته وه.

 مونږ ستاسو د فضا انځورونه وليدل، ډېر په زړه پورې او له خيالونو ډک انځورونه دي.

فضا د انسانانو شريکه ده، مونږ باور لرو، چې تاسې په فضا کې د ژوند په اړه ځانګړي خيالونه، فکرونه او ارمانونه لرئ او باوري اوسئ، چې تاسو به خپلو ارمانونو ته خامخا رسيږئ او خوبونه به مو پوره کيږي او هيله ده، چې يوه ورځ د چين په فضايي سټېشن کې مېلمانه شئ.

 د شن جو ۱۴نمبر بيړۍ  ۳ ستورمزلو، چې اوسمهال د چين په فضايي سټېشن کې پر دندو بوخت دي، د سپتمبر په ۱۵مه نېټه په يوې ويډيو کې هغو تنکيو ځوانانو ته، چې د فضايي خوب انځوريزې سيالۍ او د فضا په اړه د تنکيو ځوانانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو فعاليت کې يې ګډون کړی، نيکې نيلې وړاندې کړې دي.

ستورمزلي ليو يانګ د چيني او بهرنيو تنکيو ځوانانو د انځورو په اړه وويل، چې مونږ له دغو انځورونو څخه د فضا په اړه ستاسې علاقه او ارمان احساسولی شو.

يوه ماشوم په خپل انځور کې هيله ښودلې، چې د مرغۍ په شان فضا ته والوځي،  يوه ماشوم په خپل انځور کې د فضايي سفر په اړه خپل تصور پنځولی، يوه بل ماشوم داسې انځور جوړ کړی، چې د فضا په بلې کرې کې د بېلا بېلو پوستکو لرونکو ماشومانو سره يو ځای نيالګي روزي او رسۍ لوبه ورسره کوي او يوه بل ماشوم په انځور کې فضا ته زما په شمول د دريو ستورمزلو د رسېدو صحنه انځور کړې ده. ستاسې انځورونه ډېر ښايسته دي!

چيني او بهرني تنکي ځوانان په فضا کې د ستورمزلو د ژوند په اړه بېلا بېلې پوښتنې لري. ستورمزلي څای شوی جه په ويډو کې په فضايي سټېشن کې د ستورمزلو د ژوند او کارونو په هکله پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او ويلي يې دي، چې په فضايي سټېشن کې زمونږ کار او دمه ځای داسې دي، لکه څنګه، چې په ځمکه کې وو، خو دلته د جاذبې قوې د نشتوالي له امله ځانګړی احساس لرو. د ون تيان فضايي لابراتوار د روان کال په جولای کې فضا ته توغول شوی او د فضايي سټېشن له تيان هه مرکزي خونې سره يو ځای شوی دی او په دې سره په فضا کې زمونږ کور لوی شوی دی. د منګ تيان فضايي لابراتوار به فضا ته وتوغول شي او د روان کال په پای کې به نور درې چيني ستورمزلي د شنجو پنځلسم نمبر فضايي بېړۍ له لارې له مونږ سره يو ځای شي او په هغه وخت کې به عموماً شپږ ستورمزلي د چين په فضايي سټېشن کې واوسيږي او دلته فضا کې به کارونه وکړي.

د چين ميډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبو مرکز او د چين د ساينس او ټکنالوژۍ موزیم د روان کال په جون کې په ګډه د فضايي خوب انځوريزه سيالي او د فضا په اړه د تنکيو ځوانانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو فعاليت ترسره کړ، چې په عمده توګه د څه باندې شلو هېوادونو او سيمو تنکيو ځوانانو څه دپاسه ۶۰۰ انځورونه او د فضا په اړه زرګونه پوښتنې تر لاسه کړې دي. دغه انځورونه او پوښتنې په فضا کې د خوب په عنوان دي او ترې څرګندېږي، چې چيني او بهرني ځوانان په فضا کې د ژوند، سفر، د فضا د سوله ايزې استفادې او د خوب په شان د کورونو جوړولو  په اړه رنګارنګ پوښتنې، ځانګړي ارمانونه او خوبونه لري.