شي جين پينګ له ازبکستان څخه رسمي لیدنه پيل کړه
CMG2022/09/15 14:32:52
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۴مې نېټې په شپه سمرقند ته ورسېد او له ازبکستان جمهوریت څخه يې رسمي لیدنه پيل کړه. نوموړی به هلته د شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۲مه سرمشریزه غونډه کې هم ګډون وکړي. 

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایویاف، لومړي وزیر عبدالله اریپوف، د بهرنیو چارو وزیر ولادمیر نوروف او د سمرقند والي په شمول لوړپوړو چارواکو په هوايي ډګر کې د شي جين پينګ هرکلی کړی دی. 

شي جين پينګ په هوايي ډګر کې وویل، چې له ولسمشر میرزیویاف سره به د چین او ازبکستان د همکاریو د ژوروالي او د ګډې علاقې وړ نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله د نظریو تبادله وکړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو پرمختګ راتلونکی نقشه به جوړه کړي. هغه هیله وښودله چې بېلا بېلې خواوې د شانګهای همکارۍ سازمان د سمرقند په سرمشريزه غونډه کې د شانګهای روحیې په خپرولو خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دغه سازمان ثابت پرمختګ وهڅوي. (هیله)