د ډېرو کورنیو لپاره، نوی ښوونیز کال یو نوی پیل وي. خو د امریکا د ټېکساس ایالت د یووالدي ښار د اوسېدونکي ګارزا لپاره، دا یوه دردناکه خاطره ده. څه دپاسه درې میاشتې مخکې، یو بريد کوونکي د راب سیمه يیز ښوونځي ته ننوتل او د ګارزا د یوازینۍ لور په ګډون یې ۱۹ زده کوونکي او ۲ ښوونکي ووژل. په هغه وخت کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه چې یو څه رښتینی کار وکړي او د جون په میاشت کې يې د وسلو د کنټرول تر ټولو مهمه مسوده لاسلیک کړې ده، خو بیا هم د بې ګناه خلکو د وژنې پېښې نه دي کمې شوې.
د تېرې اونۍ په پای کې، په ایلینوس، کنټکي، انډیانا، پنسلوانیا او نیویارک کې د ډزو ډېرې پېښې شوې. د امريکا د GVA په ويبپاڼه کې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه د خپاره شويو تازه معلوماتو له مخې، د روان کال راهيسې په امريکا کې له ۳۱ زرو څخه زيات کسان د ټوپک د تاوتريخوالي له امله وژل شوي دي چې په منځنۍ توګه هره ورځ ١٢٢ کسان مړه کېږي.
په امريکا کې د ډزو پېښې په یوه ژوره "وېره" بدل شوې چې په کې ښوونځي د ټوپک تاوتریخوالي تر ټولو سخت ځپلي دي. د میشیګان پوهنتون د یوې تازه څېړنې له مخې، ۷۵ سلنه امریکایي ځوانان پدې باور دي چې د ډزو پېښې د دوی د فشار اصلي سرچینه ده. د زده کړې ترڅنګ، امريکايي زده کوونکي هم اړتیا لري چې هر وخت د ډزو پېښو ته د ځواب ورکولو چمتووالی ونیسي. د بېلګې په توګه، په ټېکساس ایالت کې له تېر جون راهیسې، په ټول ایالت کې د ښوونځيو زده کوونکو ورته اړتیا ده چې د ډزې کولو په ګډون تر ۱۶ ساعتونو پورې "د ټوپک ځواب روزنه" ترسره کړي.
پوښتنه دا ده چې ولې د نړۍ په تر ټولو پرمختللي هېواد کې د ډزو پیښې ډېرې دي؟ د څېړونکو په اند، د امریکا د اساسي قانون دویمه تعديل نامه کې د ټوپک د ساتلو حق په اړه مقررات غیر متزلزل دي او د ټوپکونو د کنټرول په اړه د دغه هېواد د دوو ګوندونو توپيرونه ډېر دي. امريکایان په نړۍ کې ترټولو زيات ټوپکونه لري. له شمېرنې سره سم، امریکایان د نورو لوړ عاید لرونکو هېوادونو په پرتله په ډزو کې د وژل کېدو ۲۵ځله ډېر احتمال لري.
سربېره پر دې، د کرونا وبا له خپرېدو راهیسې، په امریکا کې د لږکیو تبعیض او د بډایه او بېوزلو ترمنځ د قطبي کولو په څېر ټولنيزې مسئلې سختې شوې دي. د امریکا د کارګرو وزارت لخوا خپاره شوي تازه معلومات ښیي چې د اګست په میاشت کې د امریکايي اوسېدونکو لخوا د مصرفي بيې ګراف (CPI) د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ اعشاریه ۳ سلنه لوړ شوی او د تمه شوي ۸ اعشاریه ۱ سلنې څخه ډېر دی. تر ګڼو فشارونو لاندې، د امريکایانو ناخوښي مخ په زیاتېدو ده چې د ډېرو تاوتریخجنو پېښو لامل شوي. په دې وروستیو کې د امريکا د GVA ويبپاڼې لخوا خپور شوی راپور ښیي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر جون پورې د امریکا په لویو ښارونو کې لږ تر لږه ۲۳۷ زره تاوتریخجن جرمونه پېښ شوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاریه ۴ سلنه زیات شوي دي.
دا د تصور وړ نه ده چې هرکله چې په امریکا کې د ډزو ډله سترې پېښې رامنځته کېږي، د ټوپک پلور نه کمېږي بلکې زیاتېږي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د جون په میاشت کې د ټوپک کنټرول قانوني مسوده لاسلیک کړه، خو دغه اقدام هېڅ مرسته ونه کړه. د GVA ویبپاڼې د شمېرو له مخې، د یادې مسودې له نافذېدو وروسته په یوه میاشت کې د ټوپک تاوتریخوالي پېښې په پرله پسې ډول دوام درلود، یوازې د جولای په میاشت کې د دغه هېواد په بېلابېلو ځایونو کې د ډزو له ۷۰ څخه ډېرې لویې پېښې شوې دي.