شي جين پينګ د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل
CMG2022/09/15 15:52:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د پنځلسمې نيټې په سهار د سمرقند په ملي مېلمستون کې د ترکمنستان له ولسمشر سردار بردي محمدوف سره وکتل.

شي جین پينګ له نوموړي سره په خبرو کې په اشارې وويل، چې د چين او ترکمنستان رسمي اړيکو د ټينګېدو د دېرشو کلونو په درشل کې سالم او ثابت پرمختګ موندلی او ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې يې لوړې کچې ته رسیدلې دي.

نوموړي وويل، چې چين د ستراتيژۍ او اوږدې مودې له لحاظه له ترکمنستان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او له خپلو مشخصاتو سره سم د دې هېواد له خوا انتخاب شوی پرمختيايي لارې ته درناوی او په کورنيو چارو او پرمختيايي بهير کې يې د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره مخالفت کوي. چين غواړي، له ترکمنستان سره يو ځای، له يو بل څخه ټينګ ملاتړ او د دوه اړخيزو اړيکو د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي، څو خلک يې له ګټو برخمن شي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې چين غواړي له ترکمنستان سره د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د ملاقات د ميکانيزم په چوکاټ کې همکارۍ پياوړې او د نړيوال پرمختګ او امنيت د ساتلو وړانديز پلی کړي، د پرمختيایی هېوادونو ګډې ګټې وساتي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړي.

سردار بردي محمدوف په خپلو خبرو کې هيله ښودلې، چې د چين د ګمونېست ګوند شلم ملي کانګرېس په برياليتوب تر سره شي او باور يې ښودلی، چې د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ به دغه ملي کانګرېس د چين د راتلونکي پرمختګ نقشه جوړه کړي او چين به لا زياتې لاسته راوړنې ولري. ترکمنستان د يو چين د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او د چين د ملي حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا له ساتلو څخه ټينګ ملاتړ کوي. ترکمنستان غواړي، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د ورېښمو لارې د بيا سمسورتيا د ستراتيژۍ د نښلولو او د م. م او د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د ملاقات د ميکانيزم په چوکات کې له چين سره د څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډې هلې ځلې وکړي.