شي جين پينګ د قرغيزستان له ولسمشر سدير جپاروف سره وکتل
CMG2022/09/15 16:06:27
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د سمرقند په ملي مېلمستون کې د قرغيزستان له ولسمشر سدير نورګوژويچ جاپاروف سره وکتل.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې په اشارې وويل، چې چين له قرغيزستان څخه ملاتړ کوي، چې په خپله خوښه د پرمختګ لارې وټاکي او د هېواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او امنيت ساتنه وکړي او هېواد يې په هره پلمه د قرغېزستان په کورنيو چارو کې د نورو هېوادونو له لاسوهنې سره مخالفت کوي.

نوموړي ويلي، چې چين پخوا، اوس او راتلونکي کې به هم د قرغيزستان باوري ملګری وي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين او قرغيزستان بايد په نويو حالاتو کې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي او باید د ګډو ګټو پر بنسټ هراړخيزې همکارۍ ژورې کړي. نوموړي ويلي، چې دواړه هېوادونه دې د پرمختګ ستراتيرۍ ونښلوي او ((د دواړو هېوادونو د منځني او اوږد مهاله همکاريو پلان)) دې پلی کړي.  

نوموړي زياته کړې، چې چين به له قرغيزستان سره همکارۍ پياوړې او په ګډه به د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو تر منځ د ملاقات ميکانيزم اباد کړي، د نړيوال پرمختګ او نړيوال امنيت وړانديزونه به عملي کړي، نړيوال عدالت به ټينګ او د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې به وساتي.

سدير جپاروف په خپلو خبرو کې ويلي، چې قرغيزستان د يو چين پېژندنې پر اصل او پر دې اند ټينګار لري، چې تايوان سيمه د چين يوه نه بيليدونکې برخه ده او د تايوان، شينجيانګ او هانکانګ په شمول د مرکزي ګټو په هکله د چين له دريځ څخه ټينګ ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې ليواله دی، چې له چین سره د تجارت او سوداګرۍ، اوسپنيزو لارو او امنيت ساتلو په شمول ځينو برخو کې همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکي دوستانه اړيکې نورې هم په خوځښت راولي.

قرغېزستان د چين لخوا د نړيوال امنيت او نړيوال پرمختګ له وړانديزونو سره موافقه ښودلې او دا یې د ټولې نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره ډېر مهم بللي دي.

جپاروف زياته کړې، چې هېواد به یې له چين سره نژدې همکارۍ وکړي، د منځنۍ اسيا د امنيت او ثبات د بنسټ په توګه به د شانګهای همکارۍ سازمان اباد کړي او په ګډه به ورسره سيمه ايز امنيت او ثبات وساتي.