په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د سوريې د سياست او بشر دوستۍ چارو په اړه د امنيت شورا په يوې غونډې کې وينا کړې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې په دغه هېواد کې د سرحدي پولې په تېرېدو د بشري مرستو موثريت او پيمانه لوړه کړي.
ګنګ شوانګ ويلي، چې د امنيت شورا د ۲۶۴۲م نمبر پرېکړه ليک پر تصويبېدو څه باندې ۲ مياشتې تېرې شوي، خو د سوريې د شمال لوېديځې سرحدي پولې په تېرېدو سره يوازې يو ځل د بشر دوستۍ مرسته تېره شوې او موثريت او پيمانه يې نه ده لوړه شوې.
د سرحدي پولې په تېرېدو مرستې د ځانګړي وضعيت پر وړاندې لنډمهالی ترتيب دی او د دغو مرستو د انتقال بهير بايد چټک او د وروستي پای دقيق مهالوېش يې بايد وټاکل شي.
په ملګرو ملتونو کې د سوريې دايمي استازي په جلا جلا توګه د سپتمبر په ۲مه او ۷مه نېټه د امنيت شورا رئيس ته پيغامونه ليږلي او د دمشق او اليپو پر هوايي ډګرونو د بريدونو غندنه يې پکې کړې ده.
نوموړي ويلي، چې هوايي ډګرونه د سرحدي پولې په تېرېدو د بشر دوستۍ موادو د انتقال مهم تمځايونه دي او د بشر دوستۍ پر بنسټيزو تاسيساتو بريدونه بايد سمدلاسه ودريږي.