د سويډن صدراعظمې ماګدالېنا اندرسون د سپتمبر په ۱۴مه نېټه له خپلې دندې استعفا کړې او د ۲۰۲۲م کال په پارلماني ټولټاکنو کې يې ماتې منلې ده.
نوموړې د همدې ورځې په شپه په يوې خبري ناستې کې ياده پرېکړه اعلان کړې ده.
صدراعظمې اندرسون څرګنده کړې، چې د منځلاري متحد (Moderata samlingspartiet)ګوند په مشرۍ د مخالفو ګوندونو ايتلاف په يادو ټولټاکنو کې زياتره څوکۍ ترلاسه کړي او هغه به د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د لنډمهاله حکومت مشرۍ ته دوام ورکړي.
(مينه)