د ملي لږکيو استازې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د شینجیانګ په اړه ګونګوسې رد کړې
CMG2022/09/15 10:26:40
شريکول:

د شينجیانګ د کشغر د قشقر ولسوالۍ د ارکبسي کلي د ښځو ټولنې رئیسې زانور دامتيژې د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۱مې غونډې ته وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې د شينجيانګ په مسلکي ښوونيز او روزنيز مرکز کې د زده کړو حالت معرفي کړ او په رسنيو کې د شينجيانګ په اړه خپرې شوې ګونګوسې يې رد کړې.

زانور دامتيژې هم د شينجيانګ په مسلکي ښوونيز او روزنيز مرکز کې زده کړې کړې دي.

نوموړې ویلې، چې هغې په مسلکي ښوونيز او روزنيز مرکز کې د چین ملي ژبه، قانون پوهنه، مسلکي مهارت او د تندلارۍ ضد مالومات زده کړي دي.

د نوموړې په وينا، په ياد ښوونيز او روزنيز مرکز کې د زده کوونکو لپاره د زده کړو او ژوند کافي ترتيبات نيول شوي او بېلا بېل حقونه يې ساتل کيږي.

زانور دامتيژې د یوې ښځينه زده کوونکې په توګه جدي اعلان وکړ، چې په یاد مرکز کې هېڅ ښځينه زده کوونکې له جنسي تېري نه ده مخ شوې.

 (هیله)