د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د ايران د اټومي مسئلې په اړه غونډه ترسره کړې ده.
د چين استازي وانګ چانګ له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې د ايران د اټومي تړون د بيا پلې کېدو د خبرو اترو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي او د ايران د څارنې په اړه دې پاتې مسئلو کې مبالغه نه کوي.
نوموړي ويلي، چې د ايران د اټومي تړون د بيا پلې کېدو خبرې اترې وروستي پړاو ته رسيدلي، بېلا بېلو خواوو د خبرو په ترڅ کې د تړون د تطبيق لپاره فعالې روحيې او سياسي هيلې څرګندې کړي او د ډيالوګ له لارې يې د نورو ستونزو د حل لپاره ښه بنسټ جوړ کړی دی.
وانګ چانګ زياته کړې، چې امريکا د ايران د اټومي بحران اصلي جوړونکې او باید غوڅه سياسي پرېکړه وکړي، د ايران مشروع انديښنو ته باید ځواب ووايي او د يو تړون د لاسليک لپاره دې هڅې وکړي.
(مينه)