شي جين پينګ د چين، روسيې او مغولستان مشرانو په ۶مه ناسته کې ګډون وکړ
CMG2022/09/16 10:41:30
شريکول:

د چین د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ازبکستان د سمرقند په ملي مېلمستون کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د مغولستان له ولسمشر يوخناګين خوريلسوغ سره د درې واړو هېوادونو د مشرانو شپږمه ناسته ترسره کړې ده.

نوموړي په دې لېدنې کې د چين، روسيې او مغولستان  د خپلمنځي همکاريو د پراختيا لپاره  څلور وړانديزونه کړي دي.

۱ـ چين، روسيه او مغولستان  دې د خپلمنځي همکاريو سم لوری وساتي، متقابل سياسي اعتماد دې ژور کړي او په نړیوالو او سیمه ييزو چارو کې دې خپلمنځي همغږي او همکاري پياوړې کړي.

۲ـ  درې واړه هېوادونه دې د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

۳ـ  چين، روسيه او مغولستان دې د خپلمنځي اقتصادي دهليز د جوړولو په برخه کې پخوانۍ موافقه پلې کړي.

۴ـ درې واړه هېوادونه دې لا زياتې همکاريز برياليتوبونه تر لاسه کړي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يادې ليدنې کې ويلي، چې د روسيې، چين او مغولستان تصدۍ دې خپلمنځي تګ راتګ زيات کړي، د ټرانسپورټ، باربارۍ، د مالونو لېږد رالېږد انرژۍ، لوړ او نوي تخنيک او سيل او کلتور په برخو کې دې همکاريو ته وده ورکړي.

د مغولستان  ولسمشر يوخناګين خوريلسوغ په يادې لېدنې کې ويلي، چې هېواد يې غواړي، له چين او روسيې سره د نظر تبادلې زياتې کړي او د تجارت، پانګونې، چاپېريال، انرژۍ، رېل او سيل په برخو کې ورسره همکارۍ پراخې او پرمختګ ورکړي.