د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي او صدراعظم لي که چيانګ د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د ۲۰۲۲م کال د کار او نوښت د هڅونې د اوونيز فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه مهمه وينا وکړه او د ياد فعاليت د پيل اعلان يې وکړ.
نوموړي وويل، چې په چين کې هر کال کابو ۱۳ ميليونه کسان پر دندو ګمارل کيږي چې زیاتره يې د نوي بازار عمده ځواکونه ګرځي.
لي که چيانګ زياته کړې، چې د کار او نوښت د پيدا کولو لپاره ثابت اقتصادي چاپيريال ډېر اهميت لري. چين پر وخت د اقتصادي ثبات لپاره يو لړ پاليسۍ وړاندې او پلې کړي دي.
(مينه)