شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره وکتل
CMG2022/09/16 15:20:59
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د ازبکستان د سمرقند په ملي مېلمستون کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شريف سره کتلي دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له پاکستان سره خپلمنځي هراړخیزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې وهڅوي او په نوې زمانې کې ورسره د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.

نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې دواړه هېوادونه بايد يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، ستراتيژيکې اړيکې باید پياوړې کړي، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ائتلافي کمېټه باید خپل رول ولوبوي او لويې پروژې باید په سالمه توګه ابادې کړي او د صنعت او کرنيزو چارو، ساينس او ټېکنالوژۍ، ټولنې او د خلکو ژوند په شمول ځينو برخو کې باید نږدې او پياوړې همکارۍ وکړي.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې د پاکستان حکومت په کور دننه د چيني اتباعو او ارګانونو امنيت او د چيني تصديو قانوني حقونه او ګټې وساتي.

نوموړي پاکستان ستایلی، چې د چين د نړيوال پرمختګ او امنيت وړانديزونو ته يې په لومړيو وختونو کې غبرګون ښودلی او چين به له پاکستان سره د دغو وړانيزونو د پلي کولو په برخه کې هڅې وکړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې دواړه هېوادونه بايد د ملګرو ملتونو او شانګهای همکارۍ سازمان په شمول په نړيوالو ډګرونو کې همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي او له ډله ييز تقابل سره د مخالفت او د څو اړخيزم د ساتلو په برخو کې د پرمختيايي هېوادونو عادلانه اواز باید پورته کړي.

شهباز شريف په خپلو خبرو کې ويلي، چې د چين دولت رئيس شي جين پينګ ډېر ښه لر ليد لري او د ده په مشرۍ چين د پرمختګ ستر برياليتوبونه تر لاسه کړی او د سيمه ايزې او نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د يو چين پر تګلارې ټينګار لري او د تايوان، شينجيانګ او هانکانګ په اړه د چين له دريځونو څخه ټينګ ملاتړ کوي او د ځينو ځواکونو له هغو کړنو سره مخالفت کوي، چې د چين ملي حاکميت خرابوي او په کورنيو چارو کې يې لاسوهنې کوي.

شهباز شريف زياته کړې، چې پاکستان او چين خپلمنځي دوستي ټينګه پالي او حکومت به یې تر وسې پورې د چيني اتباعو او ارګانونو امنيت وساتي، د يو کمربند او يوې لارې پروژې به ابادې کړي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ نوې نمونه به جوړه کړي او د دواړو هېوادونو اړيکې به نورې هم پرمخ بوځي.