شي جين پینګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د ۲۲مې غونډې په کوچنۍ ناسته کې ګډون وکړ
CMG2022/09/16 21:23:31
شريکول:

د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د ازبکستان د سمرقند د نړیوالو غونډو په مرکز کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د ۲۲مې غونډې په کوچنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د ياد ملاقات مشري وکړه او د روسيې، قزاقستان، قرغزستان، تاجيکستان، هند او پاکستان په شمول د دې سازمان د غړو هېوادونو مشرانو پکې ګډون وکړ او د دې سازمان د پرمختګ او سيمه ييزو سیاسي او اقتصادي حالاتو په شمول د سترو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب يې د نظريو تبادلې وکړې.

شي جین پينګ په خپلو خبرو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د سمرقند سرمشريزې د چمتوالي او د دې سازمان د پرمختګ په برخه کې د ازبکستان د هڅو او مهمو خدماتو ستاينه وکړه.

ده دغه راز وويل چې د شانګهای همکارۍ سازمان د خپل جوړېدو له څه باندې شلو کلونو راهيسې تل د شانګهای د روحيې په نوم د بيرغ په اوچټولو سره ګام په ګام د نوي ډول نړيوال سازمان د ودې او پرمختګ لپاره يوه لاره موندلې او په دې برخه کې يې ډېرې تجربې تر لاسه کړې دي.

شي جين پینګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې اوسنۍ نړۍ په امن کې نه ده او په دوو ډلو وېشل شوې، يو لوری همکاري او يووالی غواړي او بل لوری مقابله او ګډوډي غواړي چې دې کار نړيوالې سولې او ثبات زيانمن کړی او دا زموږ د سيمې د دايمي پرمختګ لپاره ګټه نه لري. د پېچلي حالت پر وړاندې موږ باید د شانګهای همکارۍ سازمان پرمختيايي لوري ته سمه کتنه وکړو او په بېلا بېلو برخو کې دې د غړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړو او د غړو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا لپاره دې ګټوره فضا برابره کړو.

رئيس شي جين پینګ په دې غونډه کې ځينې وړانديزونه وکړل: لومړی موږ د دې سازمان غړي هېوادونه بايد د شانګهای روحيه وهڅوو، يووالی او همکاري پياوړې کړو. دوهم، موږ دې د ستراتيژيکې خپلواکۍ او د سيمه ييز ثبات پر ساتلو ټينګار وکړو. درېیم، غړي هېوادونه دې خپلې ټولنې او اقتصاد ته ټولشموله پرمختګ ورکړي او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي. څلورم، بايد د دې سازمان د پراختيا او د اړوند ميکانيزم پر جوړولو ټينګار وکړو.

ښاغلي شي جين پينګ دغه راز ټينګار کړی چې د چين د کمونېست ګوند شلم ملي کانګرس به په نږدې راتلونکي کې تر سره شي او پکې به د راتلونکي پړاو پرمختيايي نقشه جوړه شي. که نړيوال حالت هر ډول بدل شي مهمه نه ده، چين به تل پر سوله ييز، پرانيستي، همکاريز او ګډ پرمختګ ټينګار وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان پرمختګ به د خپلې ډيپلوماسۍ کاري لومړيتوب وټاکي او غواړي چې د ځان د پرمختګ له لارې د نورو هېوادونو پرمختګ ته ګټې ورسوي څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک ترې برخمن شي.