شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مه غونډه کې وينا وکړه
CMG2022/09/16 22:44:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په شپاړسمه نېټه د ازبکستان د سمرقند د نړيوالو غونډو په مرکز کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا په ۲۲مه غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، روان کال د شانګهای همکارۍ سازمان د منشور لاسليکولو له ۲۰مې کليزې سره او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د دايمي ګاونډي او دوستانه همکارۍ تړون د لاسليکولو له ۱۵مې کليزې سره برابره ده.

ده زیاته کړه، چې د دغه سازمان غړو هېوادونو په دې وخت کې د دغو دواړو لارښوونکو اسنادو له مخې په تدريجي ډول د نوي نړيوال سازمان د پرمختګ او پراختيا لاره لټولې ده او يو لړ مهمې تجربې يې راغونډې کړې، چې په لاندې ډول  دي: يو پر بل سياسي باور ټينګاروی، د ګډو ګټو پر بنسټ پر همکارۍ ټينګاروی، يو بل ته په مساوي توګه ګوري او پر خلاصوونکې او ټول شموله تګلارې، عدالت او حقانيت ټينګاروي.

ده وویل، چې له دغو پنځو تجربو څخه د شانګهای هغه روحيه  ښکاریږي، چې د متقابل اعتماد، ګډو ګټو، مساواتو، سلامشورو، د رنګارنګو تمدنونو د درناوي او ګډ پرمختګ ځانګړتيا لري. له دغو پنځو تجربو نه  څرګندیږي، چې د شانګهای روحيه د شانګهای همکارۍ سازمان د پراختيا انرژۍ او د دغه سازمان دايمي بنسټ دی.

دغه راز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه، چې اوسمهال نړۍ له سترو بدلونونو سره مخ ده او د ګډوډۍ او اصلاحاتو نوې مودې ته ننوځي. په نړۍ کې د کرونا وبا روانه ده، په ځينو ځايونو کې جګړې رامنځته شوي، خو د سړې جګړې نظريه او د کوچنۍ ډلې سياست بيا فعال شوی، يو اړخيزم او د لاسبرۍ او ځان ساتنې غوښتنې پیاوړې شوي، د اقتصاد نړيوال کېدو بهير کې خنډونه جوړ شوي او ډېرې ستونزې د رامنځته کېدو په حال کې دي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې په دې نويو حالاتو کې د شانګهای همکارۍ سازمان بايد په نړيوالو او سیمه ايزو چارو کې د مهم ځواک په توګه له نړيوالو بدلونونو سره مخ وي، يووالی او همکارۍ پياوړې کړي او د برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي. لومړی بايد يو له بل څخه ملاتړ وکړي. دويم دې په امنيتي چارو کې همکارۍ پراخې شي.درېيم دې واقعي همکارۍ ژورې شي. څلورم دې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو تر منځ کولتوري تګ راتګ پياوړی شي او پنځم دې پر څو اړخيزم ټينګار وشي.

ده وویل، چې موږ بايد په دې سرمشريزه غونډه کې د نړيوالې انرژۍ او خوراکي توکو د امنيت ساتنې په اړه دوې اعلاميې عملي کړو، تر څو د انرژيو او خوراکي توکو د خوندي ضمانت سويه لوړه  شي. چين به اړتيا لرونکو پرمختيايي هېوادونو ته د ۱ميليارډ۵۰۰ ميليونو يوانو په ارزښت د خوراکي توکو په شمول بيړنۍ بشري مرستې برابرې کړي.

دغه راز په دې سرمشریزه کې شي جين پينګ وويل، چې اسيايي او اروپايي ځمکه زموږ ګډه کورنۍ ده او د دغو ځمکو د سولې او پرمختګ ساتنې د دې سيمې حتی د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو ګډه هيله ده او د شانګهای همکارۍ سازمان په دې هکله مهمې دندې لري. په دې وروستيو کې لا زيات هېوادونه په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ګډون غوښتنه وړاندې کړې،  دا څرګندوي، چې د دغه سازمان نظريې د خلکو له هيلو سره سمون لري او د پرمختګ راتلونکی د ليدو وړ دی. چين د دې سازمان د غړو له زياتوالي څخه ملاتړ کوي.

شي جين پينګ په پای کې وويل، چې راځئ موږ سره يو ځای د شانګهای روحيه خپره کړو، د شانګهای همکارۍ سازمان د ثابت او دايمي پرمختګ هڅونه وکړو او په ګډه له سولې، ثبات، سمسورتيا او ښکلا څخه ډکه کورنۍ اباده کړو.