د چین او اذربايجان مشرانو ليدنه وکړه
CMG2022/09/16 10:42:13
شريکول:

د چين د دولت رئيس شی جين پينګ د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د ازبکستان د سمرقند په ملي مېلمستون کې د اذربايجان له ولسمشر الهام علي اف سره ليدنه کړې ده.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې اوسمهال نړيوال وضعيت ډېر پېچلی دی او نړيواله ټولنه اړتيا لري، چې په داسې حال کې يووالی او همکارۍ پياوړې کړي.

نوموړي ويلي، چې چين د اذربايجان هرکلی کوي، چې د پرمختګ نړيوال وړانديز او د امنيت نړيوال وړانديز کې ورسره برخه واخلي. دواړه خواوې دې تجارتي اندازه زياته کړي او د سوداګرۍ جوړښت کې دې ښه والي راشي او  د چين او اروپا ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ دې زيات کړي او نړیوالې عرضې ته دې ګټې ورسوي.

علي اف په خپلو خبرو کې اذربايجان او چين رښتيني ستراتيژيک ملګري بللي دي او ويلي يې دي، چې دواړه هېوادونه په نړیوالو چارو کې نږدې تبادلې ساتي او خپلمنځي همکاريو يې ثابت پرمختګ موندلی دی.

نوموړي له چین څخه مننه کړې، چې اذربايجان ته يې د کرونا وبا ضد واکسین برابر کړی دی.

نوموړي زياته کړې، چې اذربايجان به له چين سره د خپلمنځي رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ژورې او پياوړې کړي.