روغتيا نړيوال سازمان: په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۰۷ ميليونه، ‌۷۴۵ زره او ۷۲۶ ته رسېدلی
CMG2022/09/16 10:42:54
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د سپتمبر په ۱۵مه نېټه یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۱۵مې نېټې د مازديګر تر ۷ بجو او ۶ دقيقو پورې پر ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۵۲۱ زره او ۱۷۴ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶۰۷ ميليونه،‌ ۷۴۵ زره او ۷۲۶ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۵۳۸ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۴۹۸ زره او ۷۴۷ ته رسېدلی دی.