شي جين پينګ د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل
CMG2022/09/16 09:36:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د سپتمبر د ۱۵مې نيټې له غرمې وروسته د ازبکستان د سمرقند په دولتي هوټل کې د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړيکو او د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.

شي جين پينګ وويل، چين او روسیې په روان کال کې اغيزمن ستراتيژيک تماسونه درلودلي دي. دواړه خواوې په بېلا بېلو ساحو کې ثابتې همکارۍ او په نړيوال ډګر کې نږدې همغږۍ لري، د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو ساتنه کوي. چين غواړي له روسیې سره په ګډه د نړيوالو، عصري او تاريخي بدلونونو پر وړاندې د لويو هېوادونو دندې پر غاړه واخلي، د لارښوونې او په ګډوډۍ کې د ثبات ساتلو رول ولوبوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين غواړي د دواړو هېوادونو په مرکزي ګټو پورې اړونده مسئلو په هکله يو له بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي، د تجارت، کرهنيزو چارو او تګ راتګ په شمول ساحو کې همکارۍ ژورې کړي. دواړه خواوې به د شانګهای همکارۍ سازمان، په آسيا کې د تعامل او اعتماد جوړونې کنفرانس(CICA) او د بريکس هېوادونو سازمان په شمول په څو اړخيز چوکاټ کې همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي، د بېلا بېلو خواوو تر منځ يووالی او اعتماد ټينګ کړي، د سيمې امنيت او ګټې وساتي او د پرمختيايي هېوادونو او نويو سمسور شويو هېوادونو ګډې ګټې تامين کړي.

پوتين وويل، چې اوسمهال نړيوال بدلونونه زيات دي،  د روسیې او چين دوستي ثابته ده او د دواړو هېوادونو هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې د غره په شان ټينګې دي. روسیه او چين دواړه د عادلانه او معقول نړيوال نظام پلوي کوي او د نړيوالو اړيکو يوه بيلګه جوړوي. روسیه د يو چين پر اصولو ټينګار کوي او د چين د اساسي ګټو په اړه د ځينو هېوادونو د پاروونکو فعاليتونو غندنه کوي. روسیه غواړي له چين سره د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو همکارۍ پياوړې کړي، د اقتصاد او تجارت او انرژيو په شمول ساحو کې همکارۍ زياتې کړي. روسیه غواړي له چين سره يو ځای د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو هڅونه وکړي، چې د يو او بل په کورنيو چارو کې د لاس نه وهنې پر بنسټ همکارۍ پياوړې کړي او د سيمه ييز امنيت د ساتلو مقتدر ډګر جوړ کړي.

شي جين پينګ د روسیې ستاينه وکړه چې د يو چين پر اصل ټينګار کوي او يو ځل بيا يې ټينګار کړی، چې تايوان د چين برخه ده. چين د تايوان د خپلواکۍ غوښتونکو او د نورو هېوادونو له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي او هر هېواد د تايوان د مسئلې په اړه د پريکړې کولو واک نه لري.