د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ شورا د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د چين په خاصو هڅو د امريکا، بريتانيا او استراليا د اټومي اوبتلونو دهمکاريو پر مسئلې څلور ځلې ځانګړي بحثونه کړي دي.
د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ غړو هېوادونو په ځانګړې غونډېکې د يادو درېيو هېوادونو تر منځ د اټومي اوبتلونو د همکاريو په اړه ۷ جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.
په ويانا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د چين دايمي استازي وانګچون له غونډې وروسته له خبريالانو سره په مرکې کې ويلي، چې دامريکا، بريتانيا او استراليا تر منځ د اټومي اوبتلونو همکارۍ دذروي وسلو د موادو له غيرقانوني لېږد سره اړيکې لري او د ذرويوسلو د خپرېدو ښکاره ګواښ ګڼل کېږي.
۱ـ امريکا، بريتانيا او استراليا د سمندري ځواک د رياکتور په پلمه هڅې کوي، چې د ذروي موادو غير قانوني معاملې پټې کړي، خو په اصل کې ذروي خپراوی کوي.
۲ـ درې واړه هیوادونه د یو هیواد په دننه د پوځي فعالیتونو په تر سره کولو د ذروي خپراوي کړنې پټوي.
۳ـ درې واړو هیوادونو د عامه افکارو لارښوونه کړې، چې ګواکېدوی اټومي مواد په ریاکتور کې ذخيره کوي او د وسلو په جوړولو کې نشي کارېدلی، خو دا خبره یې سمه نه ده.
۴ـ درې واړو هېوادونو په ځانګړې توګه استرالیا د اټومي انرژۍنړيوالې ايجنسۍ د اټومي وسلو د هر اړخیز تړون او اړوندوپروتوکولونو په چوکاټ کې د مالوماتو ورکولو له مکلفیت څخه سرغړونهکړې ده.
۵ ـ درې واړو هېوادونو په غير قانوني توګه د اټومي انرژۍ نړيوالېايجنسۍ له سکرتريت سره د څار لايحې پر ټاکلو خبرې اترې کړېدي.
۶ـ درې واړو هیوادونو د اټومي وسلو د نه خپرېدو په اړه د اټوميانرژۍ نړيوالې ايجنسۍ واک ويجاړ کړی او سکرتریت يې اړ کړی،چې د ادارې د قانون له مخې منع شوي فعالیتونو کې يې ښکیلکړي.
۷ـ درې واړو هیوادونو د همکاريز پلان د نه ټاکلو په پلمه د اټوميانرژۍ نړيوالې ايجنسۍ ته د مالوماتو له ورکولو ډډه کړې او د ايجنسۍ عمومي مديریت او سکرتریت په داسې حال کې نشيکولی، چې شورا ته اغېزمن راپور وړاندې کړي.
(ژباړه: شکريه)