شي جين پينګ له خپل ايراني سیال سره وکتل
CMG2022/09/16 15:43:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر د ۱۶مې نېټې په سهار د ازبکستان د سمرقند په ملي مېلمستون کې د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره وکتل.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې وويل، چې چين د ملي حاکميت او وقار د ساتلو په پار له ايران څخه ملاتړ کوي او غواړي له دغه هېواد سره يو ځای د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې پر اصل ټينګار وکړي او د پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو په پار ورسره همکارۍ وکړي.

نوموړي وويل، چې دواړه خواوې دې په فعاله توګه د خپلمنځي هراړخيزو همکاريزو اړيکو پلان پلی کړي، د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخې کې دې همکارۍ وکړي او ډاډ يې ښودلی، چې دا کړنې به يې ښې پایلې ولري.

نوموړي  د ايران هرکلی کړی، چې د چين د پرمختګ نړيوال وړانديز او امنيت نړيوال وړانديز کې ګډون وکړي.

شي جين پينګ ايران ته د شانګهای همکارۍ سازمان د  غړيتوب تر لاسه کولو په پار مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده، چې چين به له دغه هېواد سره د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې همغږي وساتي او همکارۍ به ورسره پياوړې کړي.

 چين به د ايران د اټومي مسئلې د بيا پلې کېدو په خبرو اترو کې رغنده ګډون ولري او د خپلو حقوقو او ګټو د ساتلو په پار به ورڅخه ملاتړ وکړي.

ابراهيم رئيسې په خبرو کې وويل، چې ايران او چين ژوره دوستي لري او خپلمنځي اړيکې يې ستر ستراتيژيکي اهميت لري.

نوموړي وويل، چې ايران به له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي او خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکي اړيکې به ورسره پرمخ بوځي.

نوموړي زياته کړه، چې ايران د يو کمربند او يوې لارې وړانديز، د پرمختګ نړيوال وړانديز او امنيت نړيوال وړانديز څخه ملاتړ کوي او غواړي له چين سره ژورې همکارۍ وکړي او هم به پر څواړخيزم ټينګار ولري.

(مينه)