د اسيان د رسنيو همکارۍ فورم د سپتمبر په ۱۵مه نېټه د چين د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې په مرکز نان نینګ ښار کې تر سره شو.
دغه فورم د چين ميډيا ګروپ او د ګوانګ شي د جوانګ قوم کورواکې سيمې د حکومت په ګډې همکارۍ جوړ شوی و..
په دغه فورم کې د ۱۷ هېوادونو د ۷۰ رسنيو نږدې ۱۸۰ مېلمنو برخه اخېستې وه او د (( پوهې، همکارۍ او يووالي )) په اړه يې د نظريو تبادلې کړې دي.
په دې وروستيو کې د چين او د اسيان هېوادونو د رسنيو تر منځ همکارۍ زياتې او پراخې شوي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره يې هڅې کړې دي.
(مينه)