د چین او ترکیې مشرانو ليدنه کړې
CMG2022/09/16 15:31:02
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۶مه نېټه د ازبکستان د سمرقند په ملي مېلمستون کې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره ليدنه کړې ده.

شي جين پينګ له نوموړي سره په يادې ليدنې کې ويلي، چې چين او ترکيه دوه لوی پرمختيايي هېوادونه او نوي‌ بازارونه دي او‌ د خپلو ګټو د ساتنې، د پرمختګ د موندنې او د نړيوال عدالت د خوندیتوب په برخو کې زياتې ګډې ګټې لري.

نوموړي ويلي، چې اوسمهال نړيواله ټولنه له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده او چین غواړي له ترکيې سره خپلمنځي همکاريزې اړيکې لوړې سويې ته پورته کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې دواړه هېوادونه باید سياسي اعتماد ټينګ کړي، د يو بل مرکزي ګټو ته باید درناوی او پر رښتيني څواړخيزم ټينګار ولري، نړيوال عدالت باید وساتي او د ملګرو ملتونو، شلو هېوادونو ګروپ او شانګهای همکارۍ سازمان په شمول په څواړخيزو سازمانونو کې باید خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

رجب طيب اردوغان په خپلو خبرو کې ويلي، چې د ترکيې او چين ترمنځ اړيکو په بېلابېلو برخو کې مهم پرمختګ موندلی دی.

نوموړي ويلي، چې ترکيه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او له دغه هېواد سره به د همکاريز ميکانيزم له لارې دوه اړخيز تجارت او پانګونې ته وده ورکړي.