د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ او همکارۍ نوې پاڼه پرانيزي
CMG2022/09/16 14:47:07
شريکول:

 د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان ۲۲مه سرمشريزه د نړیوالې ټولنې ډېره د پاملرنې وړ ده.

لکه یو ازبکستاني متل چې وايي یوازې د مېوو څخه ډکې ونې پام راجلبوي. د یاد سازمان غړو هېوادونو له څه باندې شلو کلونو راهیسې د شانګهای روحیه پلې کړې او اغېزمنې همکارۍ يې پرمخ بېولې، د سوداګرۍ او پانګونې ازادي او اسانتياوې يې هڅولې، د یو کمربند او یوې لارې ګډه او باکیفیته جوړونه يې لا ژوره کړې او زیات بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

د شانګهای روحیې د متقابل درناوي، ګډو ګټو، مساواتو، همغږۍ او د مختلفو تمدنونو د احترام ډکې روحیې دي. د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو خپلمنځي نږدې همکاري ساتلې او د پرمختګ له بریالیتوبونو څخه يې ګټې اخیستې دي.

چین د قزاقستان په جنوبي ښار زنتاس کې د تجهیزاتو او پانګونې په ورکولو سره په منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوی بادي برېښناکوټ جوړ او چارې يې پيل کړې. دغه بادي برېښناکوټ په ۲۰۲۱م کال کې بشپړ شوی او په دې سره دغه زوړ صنعتي ښار بیا حیاتي ځواک پيدا کړی دی.

د روسیې د ((ليرې ختيځ مسایل)) مجلې مرستیال عمومي اېډېټور اندرې اوستلوفسکي وویل، د شانګهای همکارۍ سازمان غړو هېوادونو اقتصاد، پانګونې او سوداګرۍ ته ډېره پاملرنه کړې او د حمل و نقل د نويو دهلېزونو د جوړولو په شمول ځينو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړې او د سیمه ییز اقتصاد پرمختګ يې هڅولی. اوس نور زیات هېوادونه د شانګهای سازمان په چوکاټ کې له همکارۍ سره ډېره علاقه ښيي.

په عین وخت  د یو کمربند او یوې لارې د مثبتې اغېزې له کبله د شانګهای همکارۍ سازمان په دننه کې همکارۍ نور زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. 

لکه د قزاقستان په الماتا ښار کې د فولادو پایپ فابریکې د جوړونې په شمول یو لړ پروژې بشپړې شوې، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د جوړونې بهیر چټک شوی او په ازبکستان کې د "انګرین-پاپو" ریل تونل بشپړ شوی چې په منځنۍ اسیا کې تر ټولو اوږد تونل ګڼل کېږي.

په چین کې د پاکستان سفیر معین حق وویل، پاکسان په یو کمربند او یوه لاره کې تر ګډون وروسته په دغه هېواد کې ډېر فعال بدلونونه راپورته شوي، د کاروباري فرصتونه زیات شوي، د وګړو ژوند حالت  ښه شوی، د بېوزلۍ له منځه وړلو کارونو کې بریالیتوب تر لاسه شوی دی.

د ازبکستان د دولتي پوهنتون پروفیسور عظمت سیتوف وویل چې د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز په ګردې نړۍ کې تر ټولو د هرکلي وړ عامه تولیدات ګرځېدلي چې د ورخلاصون، ټول شموله او ګډو ګټو پر لوري د نړیوال اقتصاد د روانېدو لپاره يې مثبت رول لوبولی دی.

سږ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د منشور د لاسلیکېدو شلمه کلیزه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون د لاسلیکېدو ۱۵مه کلیزه ده.

د روسيې د علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او نړيوالو اړيکو د څېړنیز انستيتوت د چين د سياست او اقتصاد د څانګې مشر سیرګي لوکونين په دې اند دی چې د شانګهای همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو لپاره ستر پټ ځواک لري او بايد د همکارۍ ساحې لا پراخې کړي، د مسایلو د حل لپاره دې ګډ لایحې وټاکي، څو اړخیزې ګډې پروژې دې پیل کړي، او نوښتي همکارۍ ته دې په ګډه وده ورکړي.