شي جين پينګ: له ازبکستان ټينګ ملاتړ کوو چې له خپل وضعيت سره سم د پرمختګ لار وټاکي
CMG2022/09/16 22:17:19
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۵ مه نېټه په سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت ميرضيایف سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل، زما ګران دوسته، ښاغلی لسمشر ميرضيايف! ازبکستان ته په سفر ډېر خوشحال یم. له شپږ کلن ځنډ وروسته يوځل بيا دلته په رسمي سفر راغلی يم او يو سمسور نوی ازبکستان مې وليد. تاسو واک ته له رسېدو راهیسې د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړې، اصلاحات دې راوستلي او د ورخلاصون چارې دې پرمخ وړې او په خپلو دې اقداماتو سره دې د ازبکستان د پرمختګ يوه نوې لار پيدا کړې او د خپلو خلکو ملاتړ دې ترلاسه کړی دی، زه د دې لوړه ستاينه کوم. زه غواړم يوځل بيا څرګنده کړم، چې چين د ازبکستان د ښه دوست، ښه ملګري او ښه ورور په توګه له دغه هېواد څخه ملاتړ کوو چې له خپل وضعيت سره سم د پرمختګ لار وټاکي. د ملي خپلواکۍ، حاکميت، امنيت او ټولنيز ثبات د ساتلو په پرخو کې ستاسو له هڅو څخه هم ملاتړ کوو،، دغه راز ستاسو ملاتړ کوو چې د قوانينو له مخې د خپل اساسي قانون سره سم د اصلاحاتو چارې پرمخ يوسئ او ستاسو په کورنيو چارو کې له هر مداخله ګر سره مخالفت کوو. باور لرم چې، ازبکستان به ستاسو تر مشرۍ لاندې د هېواد د ابادۍ او د ملي احيا په چارو کې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړئ.