د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د ۲۲ مې غونډې مهمې لاسته راوړنې
CMG2022/09/16 22:57:00
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ۲۲ مه غونډه د سپتمبر په ۱۶ مه نېټه په سمرقند کې ترسره شوه.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو په دغه غونډه کې د سمرقند اعلاميه لاسليک کړه. په دغه غونډه کې د نړۍ د غلو دانو او انرژۍ خوندېتوب، له اقليمي بدلون سره مقابله، د عرضې ځنځير د ثابت او متنوع ساتلو په اړه يو شمېر اعلاميې او سندونه خپاره شوي، په شانګهای همکارۍ سازمان کې د ګډون لپاره د ايران د دندو يادښت لاسليک شوی، بلاروس ته د دغه سازمان د غړيتوب ورکولو لپاره اقدامات پيل شوي، د دغه سازمان د نويو ډيالوګ کوونکو همکارانو په توګه د مصر، سعودي عربستان، قطر غوښتنې تصويب شوې او د بحرين، مالدیو، عربي متحده امارات، کویټ، ميانمار غوښتنې منل شوې، خو تراوسه تصويب او نهايي شوې نه دي، د راتلونکو  ۵ کلونو لپاره د غړو هېوادونو د ښه ګاونډېتوب او دوستۍ پر اساس د اوږدمهالې همکارۍ تړون د تطبیق پلان او يو لړ پرېکړه ليکونه تصوېب شوي دي.