په ګواتمالا کې د خپلواکۍ د لمانځنې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۹ کسان مړه شوي
CMG2022/09/16 09:57:04
شريکول:

د ګواتمالا اطفائيې ادارې د سپتمبر په ۱۵مه نېټه پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې د دغه هېواد په قويتزلتنانګو ښار کې د همدې نېټې په شپه د خپلواکۍ د لمانځنې پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله ۹ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۰ کسان نور ټپيان شوي دي.

يادې ادارې ويلي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په قويتزلتنانګو ښار کې زيات خلک د هېواد د خپلواکۍ د لمانځنې په يو فعاليت کې راټول شوي وو، چې ناڅاپي پکې د خلکو ترمنځ ټېل ماټېل پېل شوی دی

ځايي رسنيو ويلي، چې په دغه فعاليت کې شاوخوا ۵ زرو کسانو ګډون کړی و.

(مينه)