شي جين پينګ د بېلاروس له ولسمشر الکسندر لوکاشينکو سره وکتل
CMG2022/09/16 15:13:39
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په پنځلسمه نېټه دسمرقند په ملي مېلمستون کې د بېلاروس له ولسمشر الکسندرلوکاشينکو سره کتلي دي.

د دواړو هیوادونو مشرانو پرېکړه کړې، چې دوه اړخیزې اړیکې د هرې هوا او موسم د همکاريو ستراتیژیکو اړيکو ته پورته کړي. 

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د بېلاروس ستاينه کړې، چې د چيند اصلي ګټو په مسئلو کې يې هر وخت له بېجينګ ملاتړ کړی دی.
نوموړي ويلي، چين له بېلاروس ټينګ ملاتړ کوي، چې د خپلو واقعي حالاتو سره سم د پرمختګ لاره وټاکي او د بېلاروس په کورنيو چاروکې د بهرنيو ځواکونو له هر ډول لاسوهنې سره مخالفت کوي.

نوموړي ويلي، چين غواړي له بېلاروس سره د نړيوالې پرمختيا اونړيوال امنيت د غوښتنو د پرمخبيولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي اونړیوال انصاف او عدالت وساتي.

الکسندر لوکاشينکو په خپلو خبرو چين د بېلاروس او د نورو ډېروهیوادونو لپاره باوري ملګری ياد کړی او ويلي يې دي، چې دبېلاروس او چين تر منځ اړيکې په هرې هوا او موسم کې د همکاريوهر اړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته وده ورکول د دواړو هېوادونو لهاړتياوو سره بشپړ سمون لري.

نوموړي زياته کړې، چې بېلاروس به له چين سره اړيکې ټينګېوساتي، د چين د ملي يووالي، پرله پسې پرمختګ او د تايوان په څېرد مهمو مسايلو په اړه د بېجينګ له دريځ څخه به ټينګ ملاتړ وکړي اوهر وخت به اوږه په اوږه ورسره ولاړ وي او د چين تر ټولو مهم باوريدوست به وي.

(ژباړه: شکريه)